سیرت النعمان icon

1.0 by الهدایة خپرندویه اداره


Dec 25, 2016

About سیرت النعمان

English

امام اعظم ابوحنيفة النعمان رحمه الله تعالى د ژوند، فقهي ځانګړنو او زده کوونکو...

د امام صاحب رح په ژوند او اند د نړۍ په مختلفو ژبو کتابونه او لیکنې شوي او کېږي

له ښه مرغه د اسلامي نړۍ د همدغه ځلانده ستوري او ستر امام په اړه د شبلي نعماني په لاس لیکل شوی کتاب «سیرت النعمان» د تنکي محصل، لیکوال او ژباړن شهید بیشر احمد ریان له لورې په لومړي ځل پښتو ته را اړول شوی او چاپ شوی دی

----

د شهید بشیر احمد ریان ژوند ته کتنه !

شهيد بشیر احمد ریان د هیواد د نوموتی لیکوال استاد عبدالله ګل ریان زوی د غزنی ولایت د قره باغ ولسوالی د نعیم کلا اوسېدونکی. د ۱۳۷۲ لمریز کال د کب ۲ چې د دې کال د پای شېبې وې، يوه واورینه ورځ وه چې دې نړۍ ته يې سترګي غړولې.

په يوه علمي او دینداره کورنۍ کې را لوی او له داسي چا سره یې ملګرتیا شوه چې خپله يې تر اوسه شاوخوا ۵۰ چاپ او نا چاپ اثار پنځولي. هغه یې والد صاحب انجنیر عبدالله ګل ریان و، چې په سختو حالاتو کې يې د خپلو بچيانو داسي روزنه وکړه چې خیر به يې انشاءالله د قیامت تر ورځي ورته رسېږي.

شهید بشير احمد ريان د شپږو وروڼو کشر و. په ماشومتوب کې يې مسافري پیل کړه، لکه د صلاح الدين ايوبی فاتح په څېر.

لومړی مسافری یې کندهار ته له خپلي کورنۍ سره وه، دلته يې ليږ وخت تېر کړ چې د ميدان ښار تر غرونو ها خوا کابل ته لاړل. په کابل کې تر هغو اوسېدل چې کله په ګران هیواد افغانستان غرونه د بمونو په ګردونو کې پټ شول. له هغه وروسته خپل پلرني ټاټوبي قره باغ ته لاړل.

د ۱۳۸۱ کال د ښوونځي له زنګ وهل کېدو سره سم، يې د ښوونځي په ليخکي قدم کېښود. دا چې دلته ښه بد او بد ښه دي کورنۍ يې دېته مجبوره شوه چې هجرت وکړي، له کورنۍ سره د پاکستان د کراچۍ ښار ته کډه شول. په کراچۍ کې د اردو ښوونځي څلورم ټولګي کې شامل شو.

دلته يې له کتاب او قلم سره ملګرتيا پیل کړه، په دولس کلنۍ کې یې د « تلوېزیون او پایلي یې» په نوم کتاب له اردو څخه پښتو ته وژباړه. په همدې کال يې بل کتاب د « د يوه ليک ځواب» په نوم وژباړه.

په ١٣٨٤ هـ ل دپاکستان کويټې ښار ته راغلل او په شپږم ټولګۍ کې يې د امين عالي ليسي په نوم يوه ليسه کي داخله واخسته.

يوولسم او دولسم ټولګۍ يې په حبيب الرحمن عالي ليسي کي ولوستلې او له همدې ليسې څخه په ١٣٩٠هـ ل کال فارغ شو. د کانکور ازموينه کي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځۍ ته بريالى او د دې پوهنځي د دری ادبیاتو څانګه یې پیل کړه اوس مهال د همدې پوهنځي د څلورم کال محصل و ، کله يې چې د ۱۳۹۴ کال د مرغومی مياشتي په ۲۶ نېټه، د څلورم کال د اووم سمستر د پای ازموینه وه، د ازمويني له ورکولو وروسته د مازیګر شاوخوا ۵ بجې د پوهنتون په سړک د دریو مسلحو کسانو له لوري تری تم شو، له دوه نیم میاشتو بند او شکنجو وروسته د ۱۳۹۵ کال د وري میاشتي په ۸ نېټه د ۲۲ کلونو په عمر په ډېر بې رحمانه ډول، داسي چې پر نازک بدن يې د برېښنا د شارټونو نښې معلومېدې په شهادت ورسول شو او جسد يې سپین بولدک ته د غزېدلي لاري پر سر د ډبري په ساحه کې وموندل شو. د دې کال په ۹ نېټه خاورو ته وسپارل شو.

انالله و انا الیه راجعون .

دشهید بشیر احمد ریان علمي، فرهنګي، قلمي او لکنیز ژوند په لاندي ډول انځورو:

په لومړيوکي يې شعر وايه خو وروسته يې په ځان کې دشعري استعدادنه ليدلو له امله ورسره مخه ښه وکړه اولنډو کيسوته يې مخه کړه چي يوشمېر يې تراوسه دهيوادپه بيلا،بيلووېب پاڼوکي خپرې شوې هم دي.په دې برسيره په اردو او فارسي ژبو لاسبرى او له عربي او انګليسي ژبو سره اشنا دى.

په داسي حال کې چي د عمر درویشتم۲۳ پسرلی يې پیلېده، د اولسو چاپ سوو او شپږو (۶) ناچاپه اثارو خاوند و.

چاپ شوي اثار يې :

١- زريني کرښې ٢- غوره شوي نبوي حديثونه (ژباړه) ٣- غازى احمدشاه بابا

٤- دافغاني پاچاهانو لنډ ژوندليک ٥- دتاريخ له څپرکو څخه اړين معلومات

٦- دجغرافيې له نړۍ معلومات ٧- دنړۍ حيرانوونکې پېښې او معلومات

٨- خليفه هارون الرشيد ٩- د نړۍ د هيوادونو پېژندنه ١٠- سيرت النعمان

١١- فتوح الغيب ١٢- د مستندو د عاوو ټولګه ١٣- په اروپا کي اسلامي جګړې

١٤- دمېرمنو فقهي مسئلې ١٥- تسهيل الادب ١٦- عربې محاورې، ګرامر او لغاتونه

١٧- الغزالي

ناچاپ اثار:

١- دجامعه حفصه پېغله (دلنډو کېسو ټولګه) ٢- دسيدجمال الدين افغاني اند او ژوند (ژباړه)

٣- تلويزون او پايلې يې ٤- ديوه ليک ځواب ٥- منصور حلاج (ژباړه) ٦- دقيامت ،نښې نښانې

د شهید بشیر احمد ریان قلم تر اوسه له رنګه ډک و، د زیات خدمت کولو هیله يې درلوده؛ خو دا چې الله تعالي ورته همدا ورځ ليکلې وه، او د هغه کسانو په ډله کې يې راوست چې هغه شهیدان دی. موږ له خپل رب نه راضي یو چې زموږ استاد، ته يې داسي يو مقام ورپه نصیب کړ، چې ډېر غوره دی.

يا الله ته د بشیر احمد ریان شهادت قبول او د خدمتونو په بدل کې اجر ورکړې. کورنۍ ته يې صبر جمیل اجر عظیم او نعمل البدل ورکړې.

لیکوال: صبغت الله وحید

What's New in the Latest Version 1.0

Last updated on Dec 25, 2016

Minor bug fixes and improvements. Install or update to the newest version to check it out!

Translation Loading...

Additional APP Information

Latest Version

Request سیرت النعمان Update 1.0

Uploaded by

Menna Atef

Requires Android

Android 2.1+

Show More

سیرت النعمان Screenshots

Comment Loading...
Languages
Searching...
Subscribe to APKPure
Be the first to get access to the early release, news, and guides of the best Android games and apps.
No thanks
Sign Up
Subscribed Successfully!
You're now subscribed to APKPure.
Subscribe to APKPure
Be the first to get access to the early release, news, and guides of the best Android games and apps.
No thanks
Sign Up
Success!
You're now subscribed to our newsletter.