رښتیا ، رښتیا دي icon

1.0 by sevennex developers


May 10, 2018

About رښتیا ، رښتیا دي

English

This App is developed for "Abdul Wali Khan's Book Rekhtiya Rekhtiya De".

» د ولي خان بابا او د هغهٔ د کتاب " رښتیا ، رښتیا دي " په حکله یو څو خبرې «

=============================================

عبدلولي خان بابا د عبدالغفارخان (باچاخان) بابا دوېٔم زوي وهٔ مشر ورور يې عبدالغني خان بابا وهٔ چې نامتو فلسفي شاعر ، ادیب او مصّور وه ، کشر ورور يې عبدالعلي خان وهٔ چې د آکسفورډ ایم.ای وهٔ او د اسلامیه کالج پیښور واېٔس چانسلر وهٔ , ولي خان بابا د باچا خان بابا سیاسي وارث وهٔ سینیٔر کېمبرج پاس وهٔ او د مزید تعلیم حاصلولو اراده يې وه خو چې کله باچاخان بابا پیرنګیانو قید کړهٔ نو ولي خان بابا د مزید تعلیم دپاره د یورپ د تلو نه پاتې شو ، ولي خان بابا ډېر ذهین او قابل وهٔ ، د سیاسي جبر او د آغیارو د سازشونو يې ښهٔ په نره او ډاډه زړهٔ مقابله کړې ده ، ولي خان بابا نهٔ خرڅیدونکې نهٔ ټیټېدونکې او د ژور فکر خاوند وهٔ ، ولي خان بابا کهٔ خپل اولس د داخلي او خارجي استعمار د خونږي پنجو نه د خلاصي هسې کړي نو بل خوا يې ورسره د مطالعې شوق هم کړی دی ځکه چې دی پوهېدو چې د قامونو د ازادۍ ، ابادۍ ، سوکالۍ منزل ته د رسیدو دپاره کهٔ یو لاس کې توره پکار ده نو بل لاس کې قلم ، کهٔ د تن وینې تویول غواړي نو د ذهن ډیوه هم بله ساتل پکار وي ، په دغې مینه ، شوق او تلاش کې ده ډېر کتابونه ولوستل او د سیاست د میدان ډېر قهرمانان يې ولیدل ، په دې لړ کې دی تر "لنډن انډیا آفس لاېٔبرېرۍ" ورسیدلو او هلته نه ورته د پُښتنو په ژوند ، سیاست ، کلتور ، تاریخ او ادب هغه کتابونه ، تحریرونه او دستاویزونه په ګوتو ورغلل چې بل ځاﺉ موندی نهٔ شول او د دهٔ د مطالعې او شوق سره يې بیخي سمون خوړلو ، ځکه چې دا هغهٔ انګریزانو عالمانو ، افسرانو لیکلي وو چې د هغوي په ټوله دنیا کې د پُښتون قام سره تر ټولو سخته او اوږده مقابله او معامله راغلې وه ، دوي د خپلې وظیفې (ډیوټۍ) په دوران کې دغه هر څه ښه په وضاحت سره لیکلي وو او بیا يې "لنډن انډیا آفس لاېٔبرېرۍ" ته حواله کړي وو او هر عام و خاص ته يې د لوست او نقل مکمل اختیار ورکړی دی ، دغه ټول اسناد د متحده هندوستان د ټولو نه د مهمو مسٔولینو لکه د برطانوي سلطنت وزیر هند او په هندوستان کې د ټولو ستر حکمران " واېٔسرایِ هند په قلم لاس لیک(دستخط) شوي دي چې تر دې مستند او قاطع ځواب بل نهٔ شي کېدی او هم دغه کې د دې کتاب اهمیت او ګټورتوب پروت دی.

ملګرو ستاسو د یادونی دپاره یوه خبره کوم چې په دې کتاب کې هر هغهٔ تاریخي وېٔناګانې په انګلیسۍ ژبه کې را نقل کړې شوي دي کومې چې د انګریزانو د لاس لیکلې شوي دي خو دلته به زهٔ صرف د هغې وېٔناګانو پُښتو ژباړه لیکم ، ولې چې په انګلیسۍ او پُښتو دواړو ژبو کې به لیکنه ډېره اوږدېږي.

هیله لرم چې مونږ به دا هر څه ښهٔ په ژور نظر سره لوالُو او ګټې به ترې پورته کوو او په راتلونکې کې به د قام په غم غمجنو، او قام خرڅو تحریکونو او شخصیتونو کې پیژندنه وکړو .

What's New in the Latest Version 1.0

Last updated on May 10, 2018

Minor bug fixes and improvements. Install or update to the newest version to check it out!

Translation Loading...

Additional APP Information

Latest Version

Request رښتیا ، رښتیا دي Update 1.0

Requires Android

4.0 and up

Show More

رښتیا ، رښتیا دي Screenshots

Comment Loading...
Languages
Searching...
Subscribe to APKPure
Be the first to get access to the early release, news, and guides of the best Android games and apps.
No thanks
Sign Up
Subscribed Successfully!
You're now subscribed to APKPure.
Subscribe to APKPure
Be the first to get access to the early release, news, and guides of the best Android games and apps.
No thanks
Sign Up
Success!
You're now subscribed to our newsletter.