پښتو لیکني سمون Pashto Likana icon

1.0 by الهدایة خپرندویه اداره


Nov 6, 2016

About پښتو لیکني سمون Pashto Likana

English

پښتو لیکنی سمونیوه په زړه پورې ټولګه

پښتو لیکنی سمون

یوه په زړه پورې هڅه

د یوې ژبې د لیکدود سمون او دهغه د اصلاحي بهیــــــــــــــر ارزونه د

ژبې په پرمختګ کې کارنده ونډه لري. له نیکه مرغه پښتو لیکدود

وخت پروخت دزیات کره والي پر لوري ګامونه اخلي. دکـــــــــــــــــابل

پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنــــځي د پښتو څانګې استاد ښاغلي

پوهــــــــــنمل محمد اسمعیل یون یوې ډیرې ښې او ضروري موضوع

ته پام شوی اود خپــــــــــــلې عملي ترفېع (پوهندوی رتبې) لپاره یې

داسې یوه موضوع (پښتولیکنی سمون) ټـــــــــــــاکلې ،چې ارزښت

اوضرورت یې ډیر زیات دی . اوس چې زمونږ پــــــه هیواد کې رسنۍ

ډیرې زیاتې شوي ، نو دلیـــــــــکدود د یووالي او سمون په برخه کې

هره نوې علمي هڅه بې به شــــکه چې ډېـــــــــــره ګټوره تمامیږي. ځکه

که چاپې ،تصویري او نــــــــــــورې ریسنۍ پر خپل وخت له ښه ، کره،

پــــــــــــوره او معــــــــــیاري لیکدود څخه کاروانخلي،نوډیرې ژبنۍ

ګډوډۍ او تیــــــــــروتنې رامنځته کېدلای شې . اکثره ګډوډي موږ د

یوه ښه معیاري لیــــــــــــکدود په مرسته له منځه وړلای شو. پوهنمل

محمد اسمعیل یون هــــــــمدغه ضرورت ته متوجه شوی او داسې یو

علمي اثریې دا دی رامــــــــــنځته کړی ، چې زموږ لیکدودي ستونزو

ډېرو برخو ته ځواب ویلای شي . په دې اثر کې د اختــــــــــــلافي کلمو

د سمون تاریخي بهیر هم په ګوته شــــــوی او د نویو اختلافي کلمو د

سمــــــــــې لیکنې معیارونه هم په ګوته شوي دي ، دعلمي ستونزو د

حل لپاره د پښتو غږیزې الفبې چارټ هـــــــــــم راوړل شوی او د نورو

نومـــــــــــــونو د یووالي اوسمې لیکنې لپاره هم ښه وړاندیزونه شوي

دي . دپښتو د انــــشايي سمون لپاره یې لیکنښې او دپښتو سربلونه

او ستر بلونه هم پّ تفصیل سره بیان کړي دي.

زه په داسې حال کـــــــــــــــــې چې د پښتو لیکني سمون په بهیر کې دا

اثر یوه ښــــــــــــــــــــه په زړه پورې زیاتونه ګڼم او د (پوهندوی) علمي

ترفېع لپاره یې پوره اومناسب ګڼم ، دې ســــــــره هیله لرم ،چې د ژبو

او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګه کې دیوه درسي یــــــــا مزستندوی

درسي کتاب په توګه هم ورڅخه ګټه واخستل شي . دغـــــــــــــه رازله

ښاغلي یون څخه هیله کوم ، جې د کتاب د ژر چاپ لپـــــــــــــــــاره هم

هڅې وکــــــــــــــــــــړي او تر چاپ د مخه دلوستونکو د معلوماتو دلا

زیاتولــــــــــــــــــــــــــــــي لپاره نورې بېلګي هم کې راوړي او نورې هغه

اختلافي کلمې هم وپلټې ، چې لا اوس هم پّ لیکــــــنۍ برخه کې په

کې توپیزونه تر سترګو کېږي . زه یو ځل بیا ښـــــــــاغلي پوهنمل

محمد اسمعیل یون ته د (پوهندوی) علمي رتبې لــــــپاره د دې اثر

د لیکلو له امله تبریکي وایم او له اړوند مـقامانو څخه هیله کوم،

چــــــــــــــــــــــې د(پښتو لیکمنی سمون) دلیکنې له امله نوموړی ته د

(پوهندوی) علمي رتبه منظوره کړي .

دپښتو لیکني سمون د پارختیا او دپښتو لیــکدود د لا کره والي

او بشپړ یووالي په هیله

په درنښت

پوهنوال محمد صابر خوېشکی

د لا نورو اړینو کتابونو د راسره شریکولو لپاره په لاندې ایمل ادرس راسره اړیکه ونیسئ

Hedayatjanjan@gmail.com

What's New in the Latest Version 1.0

Last updated on Nov 6, 2016

Minor bug fixes and improvements. Install or update to the newest version to check it out!

Translation Loading...

Additional APP Information

Latest Version

Request پښتو لیکني سمون Pashto Likana Update 1.0

Uploaded by

علي السهلاني

Requires Android

Android 2.1+

Show More

پښتو لیکني سمون Pashto Likana Screenshots

Comment Loading...
Languages
Searching...
Subscribe to APKPure
Be the first to get access to the early release, news, and guides of the best Android games and apps.
No thanks
Sign Up
Subscribed Successfully!
You're now subscribed to APKPure.
Subscribe to APKPure
Be the first to get access to the early release, news, and guides of the best Android games and apps.
No thanks
Sign Up
Success!
You're now subscribed to our newsletter.